ریاض۔2 اکتوبر(اے پی پی) شاه سلمان ريليف سېنټر د افغانستان ورد: ولايت ترخ اولسوالۍ كښې د سېلاب ځپليو كورنيو ترمينځه 47 ټنه 500 كلوګرام د خوراك سامان وېشلے دے ۔ د سعودي خبري اژانس له مخې دې مرستې څخه 3 زره وګړو استفاده وكړه۔ دا مرسته د افغانستان بېلو ښارونو او صوبو كښې د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د شاه سلمان ريليف سېنټر د لارې د سعودي حكومت لخوا د …
شاه سلمان ريليف سېنټر د افغانستان سېلاب ځپليو باندې 47 ټنه خوراك ووېشلو
ریاض۔2 اکتوبر(اے پی پی) شاه سلمان ريليف سېنټر د افغانستان ورد: ولايت ترخ اولسوالۍ كښې د سېلاب ځپليو كورنيو ترمينځه 47 ټنه 500 كلوګرام د خوراك سامان وېشلے دے ۔ د سعودي خبري اژانس له مخې دې مرستې څخه 3 زره وګړو استفاده وكړه۔ دا مرسته د افغانستان بېلو ښارونو او صوبو كښې د سېلاب ځپليو مرستې لپاره د شاه سلمان ريليف سېنټر د لارې د سعودي حكومت لخوا د روانو هڅو برخه ده۔ بل اړخ ته شاہ سلمان ریلیف سېنټر د یمن په شبوہ ګورنري كښې د صحت عامه دفتر 1,570 ډائیلاسز سېشنز له د هېمو ډائیلاسز سامان يو نوې کھیپ هم لېږلے دے۔ د شبوہ ګورنری اسسټنټ انډر سېکرڼری سالم الاحمدی کنګ سلمان ریلیف سېنټر لخوا د روغتيا په شمول بېلو څانګو كښې ګورنري سره كړې طبي مرسته ستائېلې ده











