ریاض ۔2 اکتوبر(اے پی پی) سعودي عربستان په سويډن كښې د قرآن كريم د بې حرمتۍ پېښې سخته غندنه كړې ده۔ د سعودي ابلاغ ذريعو لمخې سعودي خارجه وزارت د دې پېښې غندنه كولو سره وئيلي چې د سويډين حكومت لخوا انتها خوښو ته د قرآن كريم د بې حرمتۍ كولو اجازه وركول زياته د افسوس وړ خبره ده۔ خارجه وزارت ووئيل چې په يو شمېر اروپائي هېوادونو كښې دا …
سعودي عربستان په سويډن كښې د قرآن كريم د بې حرمتۍ پېښه وغندله

مزید خبریں
ریاض ۔2 اکتوبر(اے پی پی) سعودي عربستان په سويډن كښې د قرآن كريم د بې حرمتۍ پېښې سخته غندنه كړې ده۔ د سعودي ابلاغ ذريعو لمخې سعودي خارجه وزارت د دې پېښې غندنه كولو سره وئيلي چې د سويډين حكومت لخوا انتها خوښو ته د قرآن كريم د بې حرمتۍ كولو اجازه وركول زياته د افسوس وړ خبره ده۔ خارجه وزارت ووئيل چې په يو شمېر اروپائي هېوادونو كښې دا ډول پېښې د مسلمانانو جذباتو ته زيان رسوي۔ خارجه وزارت سويډين حكومت څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې د اشتعال ٬ كركې او تفرقې سبب جوړېدونكو دا ډول پېښو فوري مخنيوې كولو سره انتها خوښو ته اجازت نامې جاري نه كړي۔










