ویتنام كښې سېلاب له امله 9 كسان مړه

هنوئی 01 اكتوبر (اے پي پي) ویتنام كښې سېلاب له امله 9 كسان مړه شوې دي۔د چین خبررسنې ادارې له مخې د ویتنام د قدرتي آفتونو څخه بچ كيدو لپاره نېشنل سټیئرنګ كمېټۍ او كنټرول په يو بيان كښې وئيلي چې د هېواد شمالی او مينځني سيمو كښې د 26 ستمبر نه تر 28 ستمبر راغلې سېلاب له امله 9 كسان مړه شوې او يو تن بر دركه شوے دغسې …

هنوئی 01 اكتوبر (اے پي پي) ویتنام كښې سېلاب له امله 9 كسان مړه شوې دي۔د چین خبررسنې ادارې له مخې د ویتنام د قدرتي آفتونو څخه بچ كيدو لپاره نېشنل سټیئرنګ كمېټۍ او كنټرول په يو بيان كښې وئيلي چې د هېواد شمالی او مينځني سيمو كښې د 26 ستمبر نه تر 28 ستمبر راغلې سېلاب له امله 9 كسان مړه شوې او يو تن بر دركه شوے دغسې په دې مهال 10 كسان ژوبل شوې دي۔ده ووئيل د زياتو بارانونو له امله راغلې سېلاب په نتيجه كښې كورونو ، سړكونو او د ورژو او نورو فصلونو ته ز يان رسيدلې۔دا خبره دې ياده وي چې د ویتنام د جنرل شماریات محكمې د اړخه جاري شوې شميري له مخې سږ كال وړومبو 9 مياشتو كښې قدرتی آفتونو، په خاص توګه سېلاب او خاورو كمرو راپريوتو په نتيجه كښې 98 كسان مړه یا بر دركه شوې او 103 څخه زيات ژوبل شوې دي۔