د بلوچستان مستونګ ضلع كښې د جومات سره نزدې چاؤدنه كښې د پولیس اهلكارو بشمول 7 كسان مړه ، 25 څخه زيات ژوبل

كوئټه 29 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان مستونګ ضلع كښې د جومات سره نزدې بمي چاؤدنه كښې د پولیس اهلكارو پشمول 7 كسان مړه او 25 څخه زيات ژوبل شوې دي، د مستونګ ډی ایچ او عبدالرشید وئيلي چې د جمعې په ورځ د مستونګ سيمې په الفلاح سړك يو جومات سره ننزدې چاؤدنه كښې د پولیس اهلكارو پشمول 7 كسان مړه او 25 څخه زيات ژوبل شوې دي۔چاؤدنه …

كوئټه 29 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان مستونګ ضلع كښې د جومات سره نزدې بمي چاؤدنه كښې د پولیس اهلكارو پشمول 7 كسان مړه او 25 څخه زيات ژوبل شوې دي، د مستونګ ډی ایچ او عبدالرشید وئيلي چې د جمعې په ورځ د مستونګ سيمې په الفلاح سړك يو جومات سره ننزدې چاؤدنه كښې د پولیس اهلكارو پشمول 7 كسان مړه او 25 څخه زيات ژوبل شوې دي۔چاؤدنه هغه وخت وشوه كله چې د 12ربیع الاول جلوس لپاره وګړي د جومات خوا ته راجمع شوې ؤ۔ده ووئيل نواب غوث بخش رئیسانی روغتون ته تر اوسه 7 مړي او 25 ژوبل كسان راوړلې شوي۔ده ووئيل د چاؤدني له امله د مړو او ژوبل كسانو شميرې زياتيدو اندېښنه ده۔د چاؤدنې نه پس پولیس او نور قانون نافذ كونو ادارو او رضاكار ګڼ شمير كښې د پېښي ځائې ته رسيدلې دغسې مړه او ژوبل كسان ئې روغتون ته رسولې دي۔بل خوا د چاؤدنې نه پس د كوئټي سول روغتون او د كوئټې بولان میډیكل روغتون كښې په سمدستي توګه ایمرجنسی نافذ كولو سره ډاكټران او پیرامیډیكل عمله رابللې شوي۔

مزید خبریں