فېصل آباد۔ 28 ستمبر (اے پی پی) د خاتم النبیین، رحمتللعالمین او د دواړو جهانونو سردار حضرت محمدؐ د ولادت ورځ سبا د ربيع الاول په 12 مه نېټه د جمعې په ورځ عقيدت او احترام سره لمانځلې شي۔ په دې مقدسه او بابركت موقع به د فېصل آباد ډويژن په څلورو واړو ضلعو فېصل آباد، جھنګ، ټوبهټېک سنګھ او چنیوټ پشمول په ګرد هېواد كښې سیرت کنفرنسونه، جلسې ٬ …
د خاتم النبیین حضرت محمدؐ (ص) د ولادت ورځ سبا عقيدت او احترام سره لمانځلې شي

مزید خبریں
فېصل آباد۔ 28 ستمبر (اے پی پی) د خاتم النبیین، رحمتللعالمین او د دواړو جهانونو سردار حضرت محمدؐ د ولادت ورځ سبا د ربيع الاول په 12 مه نېټه د جمعې په ورځ عقيدت او احترام سره لمانځلې شي۔ په دې مقدسه او بابركت موقع به د فېصل آباد ډويژن په څلورو واړو ضلعو فېصل آباد، جھنګ، ټوبهټېک سنګھ او چنیوټ پشمول په ګرد هېواد كښې سیرت کنفرنسونه، جلسې ٬ جلوسونه ٬ د نعت او درود محفلونه تابيا كولې شي۔ د عید میلاد النبی ؐ په موقع په 29 ستمبر فېصل آباد كښی د 158 جلوسونو او د ميلاد 34 محفلونو سېكورټۍ لپاره 5 اېس پیز،13 ډی اېس پیز،10انسپکټرز،49سب انسپکټرز،275اے اېس آئی، 203 هېډ كانسټبلز او 2400 څخه زيات پوليس خپله فرض ترسره كوي۔ دې سره سره د اېليت فورس 4 چمتو ډلې به هم د ښار په خواوشا سيمو كښې ګزمه كوي۔ په دې موقع به د فېصل آباد په شمول په ټولو ښارونو كښې خصوصي لاريونونه ويستلے او نورې مذهبي دستورې كولې شي۔ د حضور نبي كريم (ص) د ولادت په لړ كښې به ټولې سركاري او نيم سركاري ودانۍ روښانه كولې شي۔ دغسې په دې موقع كېدونكو پروګرامونو كښې به علماﺀ كرام ٬ خطيبان او آئمه حضرات د نبي علېه السلام په مبارك ژوند رڼا اچوي۔ دې سره سره به د ګرد هېواد په جوماتونو كښې قرآن خواني كېږي او د هېواد سلامتيا ٬ د قانون سرلوړۍ او د بېروزګارۍ ٬ ګرانۍ ٬ ناامنۍ او ترهګرۍ خاتمې ٬ امن بحالۍ او د ورورولۍ ودې له دعاګانې كولې شي۔










