پېښور ۔ 27 ستمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلامي علي وئيلي دي وفاقي او صوبائي حکومت د موجوده معاشي بحران باوجود اولس ته په هره څانګه كښې ريليف وركولو له ګامونه پورته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ د پېښور ریګی للمې سيمې څخه د مولانا سید جان په مشرۍ كښې 30 كسيزه پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په …
هيواد ته د پيښو چېلنجونو مخنيوي لپاره به د يو قام په حېث د خپلې برخې ذمه وارۍ ترسره كول وي٬ حاجي غلام علي

مزید خبریں
پېښور ۔ 27 ستمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلامي علي وئيلي دي وفاقي او صوبائي حکومت د موجوده معاشي بحران باوجود اولس ته په هره څانګه كښې ريليف وركولو له ګامونه پورته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ د پېښور ریګی للمې سيمې څخه د مولانا سید جان په مشرۍ كښې 30 كسيزه پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په پلاوي كښې صدر شاہ جهان، معروف خان، محمدعارف، مسعود خان، عنایت اللہ او نور شامل وو۔ پلاوي ګورنر د رېګي للمې اولس ته د برېښنا او ګاز كمي او لوډشېډنګ په شمول نور پېښو څخه خبر كړو۔ پلاوي ګورنر ته د دې مسئلو حل كولو خواست وكړو۔ ګورنر پلاوي ته باور وركړو چې دا مسئلې به اړوندو چارواكو سره پورته كولې شي۔ ګورنر ووئيل پېښور ښار او دې سره پېوستو سيمو كښې د برېښنا او ګاز لوډشېډنګ په اړه اړوندو چارواكو سره يو شمېر غونډې شوي او د برېښنا او ګاز باوري كولو له ښكاره هدايات هم جاري كړے شوي۔ ده ووئيل نوي ګاز كنكشن لپاره لګېدلې بندېز به زر پورته كړې شي۔ وروستو ګورنر سره پي كے 82 څخه د ملك نوشاد په مشرۍ كښې 12 كسيزه پلاوي هم ملاقات وكړو۔ پلاوي ګورنر د خپلې سيمو مسئلو په اړه خبر كړو۔ ګورنر پلاوي ته ووئيل مسئلې د ژنده مستقل برخه ده٬ د اولس خذمت او د مسئلو حل كولو له به هڅې كوم۔ ده ووئيل ټولو ادارو سره په تماس كښې يم دغسې چې هغه د اولس خذمت باوري كړي










