پیښور۔ 27 ستمبر (اے پی پی):د سیلګرۍ، كلتور، آثار قدیمه او عجائب ګھر محكمې خیبرپختونخوا د سېلګرو د راتګ په اړه د 9 مياشتو رپورټ جاری کړے دے چې پكښې په تېرو 9 مياشتو کښې د 3369 غیر ملکيانو سیلګرو پشمول 1 کروړ 11 لاکھه 20 زره 535 سیلګري د خیبرپختونخوا سیاحتي مقامات ته راغلي دي ۔دا رپورټ د جنورۍ 2023 نه واخلې تر 24 ستمبر2023 پورې شمېرې لري۔ د …
په تيرو 9 مياشتو کښې 1 کروړه 11 لاکھه نه زيات سيلګري خیبرپختونخوا ته راغلي ، رپورټ

مزید خبریں
پیښور۔ 27 ستمبر (اے پی پی):د سیلګرۍ، كلتور، آثار قدیمه او عجائب ګھر محكمې خیبرپختونخوا د سېلګرو د راتګ په اړه د 9 مياشتو رپورټ جاری کړے دے چې پكښې په تېرو 9 مياشتو کښې د 3369 غیر ملکيانو سیلګرو پشمول 1 کروړ 11 لاکھه 20 زره 535 سیلګري د خیبرپختونخوا سیاحتي مقامات ته راغلي دي ۔دا رپورټ د جنورۍ 2023 نه واخلې تر 24 ستمبر2023 پورې شمېرې لري۔ د رپورټ تر مخه 3 زره 369 غیرملکیانو د خیبر پختونخواد سیاحتي مقاماتو سیل کړے او دغسې ټول 1 کروړ 11 لاکھه 20زره 535 سیلګري د صوبې بېلو ځايونو ته راغلي دي۔ د تېر كال په نسبت دا شمېره 22 لاکھه شپيته زره 899 زیاته ده ٬ په دې كښې 282 غیرملکيان او 9 لاکھه 57 زره 743 ملکي سیلګري بره دیرته تللي، دغسې د386 غیر ملکيانو سره 26 لاکهه 94 زره 396 ملکي سیلګري مالم جبې ته تللي، 208 غیرملکیان ګلګت ته تللي او ټول 34 لاکھه 71 زره 788 ملکي سېلګري د ګلګت ښكلو مقاماتو ته تللي دي ،دغسې 641 غیر ملکیان چترال ته راغلي او ټول 33 زره 249 ملکي سیلګري بره چترال ته تللي دي










