ایبټ آباد 26 ستمبر (اے پي پي) د قامی وطن ګوند مشر آفتاب احمد خان شیر پاؤ وئيلي دي ټول سياسي ګوندونه دې په ګډه هېواد د بحران څخه وېستلو لپاره هڅې وكړي،راتلونكے جكومت به لويو چیلنجونو سره مخ وي،سپيځلو ټاكنو لپاره امن امان د مرکزي او صوبائی حکومت او الیکشن کمېشن ذمه واري ده۔الیکشن کمېشن د اړخه جنوری كښې د ټاكنواعلان هركلے كوو۔ده د نهې په ورځ ایبټ آباد …
ایبټ آباد،ټول سياسي ګوندونه دې په ګډه هيواد د بحران څخه ويستلو لپاره هڅې وكړي۔آفتاب احمد شیرپاؤ

مزید خبریں
ایبټ آباد 26 ستمبر (اے پي پي) د قامی وطن ګوند مشر آفتاب احمد خان شیر پاؤ وئيلي دي ټول سياسي ګوندونه دې په ګډه هېواد د بحران څخه وېستلو لپاره هڅې وكړي،راتلونكے جكومت به لويو چیلنجونو سره مخ وي،سپيځلو ټاكنو لپاره امن امان د مرکزي او صوبائی حکومت او الیکشن کمېشن ذمه واري ده۔الیکشن کمېشن د اړخه جنوری كښې د ټاكنواعلان هركلے كوو۔ده د نهې په ورځ ایبټ آباد پرېس کلب كښې خبريالانو سره خبرې كولي۔په دې موقع د ګوند ډپټي جنرل سیکرټری احمد نواز خان جدون،د صوبائی اسمبلۍ پخوانۍ غړې فائزہ رشید او نور ضلعی او د تحصیل عهدیدار هم موجود وؤ۔آفتاب احمد خان شیرپاؤ ووئيل الیکشن كښې د ووټرز هم ذمه واري وي چې هغوي تشو نعرو كوونكو له ووت ورنه كړي۔د 9 مئی پېښو نه پس د هېواد صورتحال كړكيچن شوے، ده ووئېل معاشی صورتحال ښه نه دے،د پټرولیم مصنوعات بيعو زياتيدو سره د ګرانۍ شرح زياته شوې،پاکستان كښې 9 کروړه كسان د غريبۍ دكرښې څخه لاندې ژوند كوي۔










