پېښور ۔ 19 ستمبر (اے پی پی) د پاكستان په دوره د راغلې سكاټش وګړې کرېسټوفر وېنا ده چې د پېښور خلک د خپلې مېلمه پالنې له امله مشهور دي چې د دوی دوستانه چلند د بهرنیانو پام ځان پلو ګرځوي ، بهرنيو سېلګري تل د دې ښار كلتور خپل ځان پلو جلبولي دي او د دې يو مثال د بهرنيو مېرمنو پېښور ته راتللو سره بورقه اغوستل دي۔ انګلیسي میرمنې روايتي جامې اغوستې د پېښور سېل كوي۔ د دې وېنا ده چې له پېښور څخه د يو ساعت نه هم په كم وخت كښې د افغانستان وېزا ترلاسه كېږي له همدې امله ډېر بهرني سیلانیان له دې ځایه افغانستان ته تګ غوره بولي، خو ځینې سیلانیان له اسلام آباد څخه هم بهر ته ځي۔ دې زياته کړه چې له پېښور څخه کابل ته تللې لاره د هېپيز ټرېل په نوم يادېږي، پخوا به هم سيلانيان پېښور ته راتلل او بيا به له دې ځايه څخه د کابل په سفر روانېدل۔ دې ووئيل افغانستان ته له تلو مخکې به بهرنيانو په پيښور کښې د ضررت سامان اخستو۔ دې ووئيل دلته څخه افغانۍ يا ډالر كرنسۍ هم ترلاسه كېدې شي۔ دې زياته كړه چې افغان حکومت د بهرنیو سیلانیانو امنیت ته ځانګړې پاملرنه کړې، چې له امله یې بهرنیان په کابل کښې د خوندیتوب احساس کوي۔