پېښور ۔ 19 ستمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا سینئر سپرنټنډنټ آف پولیس (اېس اېس پی) او ډسټرکټ پولیس آفیسر (ډی پی او) بټګرام سونیا شمروز خان نړيوال ايوارډ ترلاسه ايوارډ ترلاسه كړے۔ ډی پی او بټګرام سونیا شمروز ته په غوره پولیسنګ او په مېرمنو د تشدد مخنيوي په كولو انټرنېشنل ایسوسی ایشن آف وېمن پولیس د نیوزی لېنډ په آکلېنډ ښار كښې آفیسر آف دی ایئر ایوارډ وركړو۔ سونیا شمروز خان د ډی پی او چترال په توګه او دا ډول په نورو منصبونو پاتې كېدو سره هم خپله وظيفه ترسره كړې ده۔ دې د جبري ودونو مخنيوي لپاره شكايتي سېل هم جوړ كړے دے۔ اېس اېس پی سونیا شمروز ميډيا سره خبرو كښې ووئيل چې هغه خپل ايوارډ د صنفي امتياز ځپلو مېرمنو او خواري كښو ښځينه پوليس افسرانو په نوم كوي۔ دې ووئيل مېرمنې پوليس اهلكارې امن او سلامتيا باوري كولو له شپه او ورځ كار كوي۔ دې ووئيل د كار په مهال مو ثقافتي اصول او حساسيت تر پام لاندې وساتلو او هم دغه سبب دے چې مېرمنو سره د اړوندو جرمونو په رپورټ كښې اضافه وشوه