پېښور۔ 19 ستمبر (اے پی پی) د برېښنا غلا كوؤنكو سره د مرستې كولو په تور د پېسكو د نورو 300 اهلكارو تبادلې وكړې شوې په كومو كښې چې د لائن مېن او میټرریډرز په شمول د بېلو څانګو ټيكنيكل عمله شامله ده۔ د پېسکو چارواكو لمخې تر دې دمه 600 څخه زيات اېف آئي آرز درج كړې شوي او د برېښنا په غلا كوؤنكو 9 کروړه 85 لكه څخه د زياتو روپو جرمانې لګولې شوي دي۔