د پخواني اعلی وزير حافظ حفيظ الرحمن د معراج عالم ٬ الف خان په مړينه د افسوس څرګندونه

ګلګت۔18ستمبر(اے پی پی) د ګلګت بلتستان پخواني اعلی وزير حافظ حفيظ الرحمن د سماجي شخصيت معراج عالم او سونيكوټ سره د تعلق لرونكي الف خان په مړينه د افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ جلا جلا پېغامونو كښې ده غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړې ده۔ ده ووئيل ارواښاد معراج عالم يو شريف النفس ٬ مېلمه دوست او د هر چا ته خوښ انسان وو۔ د دواړو شخصياتو په مړينه راته سخت خفګان رسېدلے دے۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنيو كورنيو ته د صبر او زغم توفيق وركړي