کوئټه۔ 18 ستمبر (اے پی پی) د كوئټې ضلعي انتظاميې كارروائي كولو سره په هزار ګنجي سيمه كښې په يو ګودام چھاپه وهلو سره د چينو 1560 بورۍ تحويل كښې واخستې او ګودام يۍ سيل كړو۔ ضلعي انتظاميې اړوندو وګړو ته وئيلي چې هغوي دې خپله قانوني اجازت نامه / اېن او سي او د چينو رجسټرېشن سره سره په تېر وخت كښې د دې د خرڅولو ريكارډ رامخې ته كړي۔ په بل صورت كښې به د دوئي په ضد د قانون لمخې كارروائي كولې شي۔