د پنجاب وزیراعلی محسن نقوی چین ته ورسيد ، د چین اعلی چارواكو او د پاكستاني سفارت افسرانو لخوا د وزيراعلی هركلې

لاهور۔17ستمبر(اے پی پی) د پنجاب نګران وزیراعلی پنجاب محسن نقوی چين ته ورسېد۔ بیجنګ ائیرپورټ ته په رسېدو د پنجاب وزيراعلی ته د چين اعلی چارواكو او د پاكستاني سفارت افسرانو تود هركلې ووې۔ صوبائی وزيران اېس اېم تنویر،عامرمیر، اظفر علی ناصر،ابراهیم حسن مراد، ستر سېكتر ، د خزانې سېكتر او نور چارواكي هم وزيراعلې سره دي۔ وزیراعلی محسن نقوی ته تېره شپه په لاهور ايئرپورټ لنډ مهال چينائي قونصل جنرل چا كي په مخه ښه ووې۔