کوئټه۔ 17 ستمبر (اے پی پی)د بلوچستان داخله وزير مير محمد زبير جمالي په کوئټه کښي د نامعلومه کسانو په ډزو شهيد شوي پوليس اهلکار سيد محمد ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې دي۔ ده وئيلي هېډ کانسټېبل سيد محمد د وظيفې ترسره كولو په مهال د شهادت درناوې ترلاسه كولو سره د فرض شناسۍ لوړ مثال په ځايې كړې دې۔ داخله څانګه به د فرض ترسره كولو په مهال د ځان قرباني وركونكے فرزند كله هم هېر نه كړي۔ ده زياته كړه چې بلوچستان پوليس د هېډ كانسټېبل سيد محمد په څير د 1600 نه زياتو مېړنو شهيدانو امين فورس دے۔ ده د پېښې نوټس اخستو سره اړوندو چارواكو څخه رپورټ طلب كړے دے۔ د کورنيو چارو صوبايي وزير په پېښه کښې د ککړو کسانو د زر تر زره نيولو او دوئي انصاف سره د مخامخ كولو امر وكړو۔ ده د شهيدانو لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د زغم دعا هم وكړه۔