د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اچكزۍ سره د يو اے اي مرستيال سفير وليدل

کوئټه۔ 17 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اچکزي د متحده عرب اماراتو له مرستيال سفير راشد علي علي سره وليدل۔ د متحده عرب اماراتو په سفارت کښې په شوي ملاقات کښې د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔ د نګران وزير او مرستيال سفير ترمينځه ملاقات كښې په بلوچستان كښې د پانګونې په فرصتونو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ جان اچکزي د بلوچستان حکومت په استازيتوب د متحده عربي اماراتو مرستيال سفير ته د کوېټې دورې كولو بلنه وركړه كومه چې مرستيال سفير قبوله كړه۔