مركزي علماﺀ كونسل پاكستان به ربيع الاول مياشت د رحمت للعالمين مياشتې په توګه لماځي

فېصل آباد ۔ 17 ستمبر (اے پی پی) مركزي علماﺀ كونسل پاكستان به ربيع الاول مياشتې د رحمت للعالمين مياشتې په توګه لماځي۔ د اولنۍ نېټې څخه تر 30 مې نېټې به په ټولو صوبو او ضلعو كښې سيرت كنفرنسونه كولې شي۔ د مركزي علماﺀ كونسل پاكستان چيئرمېن زاهد محمود قاسمي او مركزي عمومي سېكتر علامه شاه نواز فاروقي د ربيع الاول مياشت د رحمت للعالمين مياشتې په توګه د لمانځلو اعلان كولو سره وئيلي چې په ګرد هېواد كښې به د مركزي علماﺀ كونسل پاكستان تر اهتمام لاندې رحمت للعالمین کنفرنسونه كولې شي۔ دوئي ووئيل دا مياشت د رحمتونو او بركتونو مياشت ده۔ پاك پېغمبر خوږ نبي كريم (ص) نړۍ ته د امن پېغام راوړلو سره ټول انسانيت ته د پاك پروردګار او د انسانانو د حقونو د ادا كولو درس وركړو۔ د هغوي په تعليماتو عمل كولو سره كركې او انتها خوښي ختمېدې شي۔