پېښور ۔ 17 ستمبر (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا نګران حکومت د بي آر ټي کرايې زياتولو په اړه د خزانې وزارت وړانديز رد کړے دے۔ د حکومتي چارواکو د وېنا لمخې د خزانې څانګې لخوا د بي آر ټي کرايې زياتولو او په شاوخوا دوکانونو د ټېکس لګولو وړاندېز وركړے شوے دے۔ د خزانې وزارت وئيلي وو چې حكومت هر كال بي آر ټي ته دوه اربه روپۍ سبسډي وركوي٬ د بي آر ټي كرايه كښې دې 5 روپۍ زياتوالې وكړې شي او د بي آر ټي كورېډور ته په نزدې په دوکانونو دې ټېكس ولګولې شي٬ چې ورسره به بي آر ټي ګټوره منصوبه جوړه كړې شي۔ د خزانې څانګې ووئيل زده كوؤنكو ٬ مېرمنو ٬ مشرانو او معذوره وګړو سره دې په كرايه كښې رعايت وكړے شي۔ بلخوا د كے پي كے د اطلاعاتو وزير فېروز جمال وئيلي چې د صوبې اولس مالي ستونزو سره مخ دي ٬ د ګرانۍ په صورتحال كښې په كرايه كښې زياتوالې كېدې نه شي۔ ده ووئيل مونږ غواړؤ چې اولس ته ريليف وركړؤ ځكه مودا وړاندېزونه مسترد كړې دي۔