پېښور۔ 13 ستمبر (اے پی پی) په نوښار كښې د بس اپوټه كېدو پېښې په نتيجه كښې 5 كسان مړه او 13 ژوبل شوي دي۔ د ریسکیو 1122 چارواكو لمخې د شورؤ په ورځ دا پېښه د موټر وے اېم ون رشكۍ انټرچېنج ته نزدې هغه وخت رامخې ته شوه كله چې يو بس د ډرائيور د اوده كېدو له امله بې قابو شو او د روډ غاړې دېوال سره …
په نوښار كښې د مسافرو بس اپوټه كيدو پيښه٬ 13 كسان ژوبل

مزید خبریں
پېښور۔ 13 ستمبر (اے پی پی) په نوښار كښې د بس اپوټه كېدو پېښې په نتيجه كښې 5 كسان مړه او 13 ژوبل شوي دي۔ د ریسکیو 1122 چارواكو لمخې د شورؤ په ورځ دا پېښه د موټر وے اېم ون رشكۍ انټرچېنج ته نزدې هغه وخت رامخې ته شوه كله چې يو بس د ډرائيور د اوده كېدو له امله بې قابو شو او د روډ غاړې دېوال سره ټكر كېدو سره اپوټه شو۔ د پېښې په نتيجه كښې 5 كسان مړه او 13 سخت ژوبل شول۔ پولیس او رېسكيو ډلو د پېښې ځايې ته رسېدو سره مړي او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړل۔ پوليس د بس ډرائيور په ضد مقدمه درج كولو سره نورې پلټنې پېل كړې دي۔










