فېصل آباد۔ 12 ستمبر (اے پی پی) د فېسکو لخوا د برېښنا غلا په ضد د روان آپرېشن كرېك ډاؤن په مهال د تېرو 24 ساعتو په مهال 45 نور د برېښنا غلا كوؤنكي نيولي شوي دي په كومو چې د 1 لك 41 زره یونټس په مد كښې 55 لكه 66 زره څخه د زياتو روپو جرمانه لګولې شوې ده۔ بلخوا د برېښنا غلا كوؤنكو په ضد د روان …
د بريښنا غلا په ضد آپريشن كريك ډاؤن كښې نور 45 كسان ونيولې شوو٬ 55 لكه روپۍ جرمانه

مزید خبریں
فېصل آباد۔ 12 ستمبر (اے پی پی) د فېسکو لخوا د برېښنا غلا په ضد د روان آپرېشن كرېك ډاؤن په مهال د تېرو 24 ساعتو په مهال 45 نور د برېښنا غلا كوؤنكي نيولي شوي دي په كومو چې د 1 لك 41 زره یونټس په مد كښې 55 لكه 66 زره څخه د زياتو روپو جرمانه لګولې شوې ده۔ بلخوا د برېښنا غلا كوؤنكو په ضد د روان كمپائن په مهال په يوه اونۍ كښې تر دې دمه په فېسكو ريجن كښې د كېسونو ټوله شمېره 238 ته رسېدلې ده ٬ په دې مهال 672561 ډي ټېکشن یونټس چارج كړې شوي دي چې ماليت يۍ 2کروړه57 لکه 67 زره روپۍ جوړېږي۔ د فېصل آباد الېکټرک سپلائی کمپنۍ ډائرېكټر طاهر محمود شېخ اے پی پی سره خبرو كښې ووئيل چې د فېسکو لخوا د برېښنا غلا كوؤنكو په ضد كرېك ډاؤن روان دے۔ ده ووئيل د فېسكو ريجن په 8 ضلعو فېصل آباد، جھنګ، ټوبه ټېک سنګھ، چنیوټ، سرګودھا، خوشاب، میانوالی او بھکر كښې د خصوصي چېكنګ ډلو تېره ورځ د كاميابو كارروائيو په مهال نور 45 كسان ونيولې شوو۔ د دې برېښنا غلا كوؤنكو كنكشنز قطع كړې شوي او دوئي د زيات ډټیکشن یونټس په مد كښې 55 لكه 66 زره څخه زياتې روپۍ جرمانه كړې شوي دي۔










