کوئټه۔ 11 ستمبر (اے پی پی) کوئټہ الېکټرک سپلائی کمپنی (کېسکو) په ګرده صوبه كښې د ضلعي انتظاميې او پوليس په مرسته په بېل آپرېشن سرکلز كښې د برېښنا غلا كوؤنكو او نادهندګان په ضد كارروائيو كښې بوخت ده۔ تر دې دمه د صوبې په ټولو سيمو كښې د 387 كسانو په ضد مقدمې درج كړې شوي۔ دغسې تېره ورځ د صوبائي پلازمينې كوئټې په کرانی روډ، سبزل روډ،هزار ګنجی، …
په بلوچستان كښې د بريښنا غلا كوؤنكو په ضد آپريشن ٬ 37 كسان ونيولې شوو ٬ نادهندګان څخه 10 كروړه نه زيات رقم وصول ٬ كيسكو

مزید خبریں
کوئټه۔ 11 ستمبر (اے پی پی) کوئټہ الېکټرک سپلائی کمپنی (کېسکو) په ګرده صوبه كښې د ضلعي انتظاميې او پوليس په مرسته په بېل آپرېشن سرکلز كښې د برېښنا غلا كوؤنكو او نادهندګان په ضد كارروائيو كښې بوخت ده۔ تر دې دمه د صوبې په ټولو سيمو كښې د 387 كسانو په ضد مقدمې درج كړې شوي۔ دغسې تېره ورځ د صوبائي پلازمينې كوئټې په کرانی روډ، سبزل روډ،هزار ګنجی، مشرقی بائی پاس روډ، نواکلی بائی پاس، خروټ آباد، مری آباد، حاجی غیبی روډ، بلوچی اسټریټ او کاسی روډ كښې هم كارروائي وكړې شوه۔ په دې مهال غېر قانوني كنكشنز قطع كړې شول او 37 كسان ونيولې شوو۔ په دوئي كښې د 35 په ضد اېف آئي آر هم درج كړې شول۔ په يوه بله كارروايۍ كښی د بېلو کمرشل پلازو او كورونو كنكشنز او ميټر هم چېك كړې شول۔ په كوئټه کمرشل سنټر كښې يو دكان ، پشتون آباد كښې يو دكان او د ښار دوه پټرول پمپ د برېښنا د غلا له امله سيل كړې شول۔ په خضدار، سبی، مکران، پشین او لارلائی كښې هم د كارروايۍ په مهال د 288 نادهندګان کنکشنز قطع كړې شول۔ دې سره سره نادهندګان څخه 10 كروړه روپو څخه زيات رقم هم وصول كړے شو۔










