د بلوچستان نګران داخله وزير په چترال كښې په پوستو د بريد غندنه

کوئټه۔ 07 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان نګران داخله وزير مير محمد زبېر جمالي د چترال په كالاش سيمه كښې په پوستو د ترهګرو د بريد غندنه كړې ده۔ د زيارت په ورځ دې ځايې څخه جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې د پاك پوځ ځوانانو مړانې سره مقابله كړې او بريدونه تمبولو سره يۍ ترهګرو ته زيات ځاني زيان رسولې دې۔ د ترهګرۍ دا ډول پېښې …

کوئټه۔ 07 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان نګران داخله وزير مير محمد زبېر جمالي د چترال په كالاش سيمه كښې په پوستو د ترهګرو د بريد غندنه كړې ده۔ د زيارت په ورځ دې ځايې څخه جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې د پاك پوځ ځوانانو مړانې سره مقابله كړې او بريدونه تمبولو سره يۍ ترهګرو ته زيات ځاني زيان رسولې دې۔ د ترهګرۍ دا ډول پېښې د سيمې په شمول دواړو هېوادونو لپاره ګډ خطر دے۔ داخله وزير ووئيل زمونږ بنيادي ذمه واري په هېواد كښې د امن پياوړې وضعه باوري كولو سره سپېځلې ټاكنې كول دي دغسې چې سياسي ګوندونه د ټاكنو كمپائن چلولو او وګړي رايې كاررولو كښې كومې ستونزې سره مخ نه شي۔ نګران داخله وزير ووئيل دا خبره دې باوري كړې شي چې د افغانستان خاوره دې د پاكستان په ضد ونه كارولې شي۔ ده ووئيل په دې سخت وخت كښې مونږ د غمجنيو كورنيو په غم كښې يو برابر شريك يؤ۔ صوبائي داخله وزير د شهيدانو لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔

مزید خبریں