پاكستان د پرمختګ كړې هېوادونو په صف كښې ودرولو له به مونږ له خپلو زده كوؤنكو ته د سائنس او ټېكنالوجۍ بشپړه آسانۍ وركول وي٬ ګورنر حاجي غلام علي

اېبټ آباد۔ 06 ستمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي پاكستان د پرمختګ كړې هېوادونو په صف كښې ودرولو له به مونږ له خپلو زده كوؤنكو ته د سائنس او ټېكنالوجۍ بشپړه آسانۍ وركول وي او دې مقصد لپاره لوړې زده كړې ترلاسه كول ضروري دي۔ ده تېره ورځ د هزارہ پوهنتون (مانسهره) كانووكېشن دستوره كښې فراغت ترلاسه كوؤنكو زده كوؤنكو او سكالرز ته …

اېبټ آباد۔ 06 ستمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي پاكستان د پرمختګ كړې هېوادونو په صف كښې ودرولو له به مونږ له خپلو زده كوؤنكو ته د سائنس او ټېكنالوجۍ بشپړه آسانۍ وركول وي او دې مقصد لپاره لوړې زده كړې ترلاسه كول ضروري دي۔ ده تېره ورځ د هزارہ پوهنتون (مانسهره) كانووكېشن دستوره كښې فراغت ترلاسه كوؤنكو زده كوؤنكو او سكالرز ته خطاب كولو۔ ګورنر ووئيل ماته په دې خوشحالي شوې چې نن مونږ سره ګرېجوېټس موجود دي كوم به چې ډېر زر نه يوازې خپل مور پلار بلكې پاكستان لپاره د قدر وړ خذمات ترسره كولو سره ټولنې لپاره ګټور وګړي ثابت شي۔ ګورنر فراغت ترلاسه كوؤنكو زده كوؤنكو ته ووئيل تاسو د اعلی زده كړو ترلاسه كولو يو سنګ ميل ترسره كرے او اوس تاسو له په عملي ژوند كښې قدم كېښودل دي چرته تاسو له نه يوازې دا چې ترلاسه كړې زده كړې او سائنسي علوم كارول دي بلكې د خپلې كردار ٬ افكار او اخلاق د لارې خپل ځان يو ګټور وګړے هم ثابتول دي۔ ګورنر ووئيل انجونې لوړو زده كړو څخه محروم ساتلو سره د معاشي او معاشرتي پرمختګ خوب ريښتيا كېدې نه شي ولې چې د هېواد د آبادۍ 52 فيصده برخه په مېرمنو مشتمل ده۔ ګورنر فراغت ترلاسه كوؤنكو زده كوؤنكو ٬ د دوئي مور پلار او استاذانو ته مباركي وركړه۔ كانووكېشن ته د لوړو زده كړو نګران صوبائي وزير پروفېسر ډاكټر قاسم جان او د لوړو زده كړو كمېسيون ډاكټر مختار هم خطاب وكړو۔ د هزاره پوهنتون وائس چانسلر پروفیسر ډاكټر محسن نواز په دې موقعه د پوهنتون د كال 2022 رپورټ هم وړاندې كړو۔ په كانووكېشن كښې د پوهنتون بېلو څانګو څخه فارغ شويو د بی اېس،اېم اېس سی،اېم اے،اېم فل او پی اېچ ډی 500 څخه زياتو فارغ شويو ګرېجوېټس ته ډګرۍ او 132 ته ګولډ مېډلز وركړې شول۔ په كانوكېشن كښې فارغ شويو زده كوؤنكو ٬ د دوئي مور پلار ٬ تعليمي ٬ سماجي او سياسي شخصياتو او د اعلی صوبائي انتظاميې په شمول د سيمې مشرانو ګډون وكړو

مزید خبریں