کوئټه 01 ستمبر (اے پي پي)د بلوچستان صوبائي وياند او د اطلاعاتو وزير جان اچکزئي وئيلي دي چې د بلوچستان لنډمهاله وزيراعلی مير علي مردان ډومکي په نجي دوره دبئۍ تللے۔ د اطلاعات صوبائي وزير خپل ټويټ كښې ووئيل مير علي مردان ډومكي دبئۍ ته د خپلوانو عيادت له تللے دے٬ ھغه په دبئۍ كښې كومې جلا وطن ډلې سره خبرې اترې نه كوي۔ د يادونې وړ ده چې د …
د بلوچستان لنډمهاله وزيراعلی په نجي دوره دبئۍ ته لاړو

مزید خبریں
کوئټه 01 ستمبر (اے پي پي)د بلوچستان صوبائي وياند او د اطلاعاتو وزير جان اچکزئي وئيلي دي چې د بلوچستان لنډمهاله وزيراعلی مير علي مردان ډومکي په نجي دوره دبئۍ تللے۔ د اطلاعات صوبائي وزير خپل ټويټ كښې ووئيل مير علي مردان ډومكي دبئۍ ته د خپلوانو عيادت له تللے دے٬ ھغه په دبئۍ كښې كومې جلا وطن ډلې سره خبرې اترې نه كوي۔ د يادونې وړ ده چې د بلوچستان وزيراعلیٰ د دبئۍ دورې پحقله نجي خبر رسنې ادارې دعوی كړې وه چې ھغه هلته جلا وطن بلوچ مشرانو سره مذاكرات لپاره تللے دے










