کوئټه۔ 01 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان د اطلاعاتو نګران صوبائي وزير جان اچکزئی په بنوں كښې په امنيتي ځواكونو د هدفي ځانمرګي بريد په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره د دې په نتيجه كښې د 9 عسكرو په شهيد او 20 نورو ژوبل كېدو د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ په خپل يو بيان كښې ده په دې خبره زور راوړو چې دا مېړني اهلكار …
د صوبائي وزير جان اچكزئي په بنوں كښې په امنيتي ځواكونو د ځانمرګي بريد غندنه

مزید خبریں
کوئټه۔ 01 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان د اطلاعاتو نګران صوبائي وزير جان اچکزئی په بنوں كښې په امنيتي ځواكونو د هدفي ځانمرګي بريد په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره د دې په نتيجه كښې د 9 عسكرو په شهيد او 20 نورو ژوبل كېدو د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ په خپل يو بيان كښې ده په دې خبره زور راوړو چې دا مېړني اهلكار زمونږ اولس لپاره د ملا د تير حېثيت لري او د دوئي قربانۍ به ټول عمر يادې ساتلې شي۔ ده ووئيل ترهګرۍ پاكستان ته زيات زيان رسولې ولې بياهم ده د ستونزو مقابله كوؤنكي مېړني وسله وال ځواك حوصله وستائله۔ ده ووئيل د بلوچستان حكومت د وګړو تحفظ باوري كولو په عزم كلك ولاړ دے۔










