پېښور 30 اګست (اے پي پي) الېکشن کمېشن د خېبرپښتونخوا چيف سېكتر خپلې چوكۍ څخه د اخوا كولو امر كړېدے۔ د الېكشن كمېشن لخوا د اسټېبلشمنټ سېكتر ته په لېږلې شوې مراسله كښې وئيلي شوې دي چې چيف سېكتر نديم اسلم چوهدري غېر جانبدارۍ او مستعدۍ سره چارې نه ترسره كوي۔ په مراسله كښې وئيلي شوې دي چې د خېبرپښتونخوا چيف سېكتر پاكو او سپېځلو ټاكنو لپاره معاونت نه كوي٬ …
الېکشن کمېشن د خېبرپښتونخوا چيف سېكتر چوكۍ څخه د اخوا كولو امر وكړو

مزید خبریں
پېښور 30 اګست (اے پي پي) الېکشن کمېشن د خېبرپښتونخوا چيف سېكتر خپلې چوكۍ څخه د اخوا كولو امر كړېدے۔ د الېكشن كمېشن لخوا د اسټېبلشمنټ سېكتر ته په لېږلې شوې مراسله كښې وئيلي شوې دي چې چيف سېكتر نديم اسلم چوهدري غېر جانبدارۍ او مستعدۍ سره چارې نه ترسره كوي۔ په مراسله كښې وئيلي شوې دي چې د خېبرپښتونخوا چيف سېكتر پاكو او سپېځلو ټاكنو لپاره معاونت نه كوي٬ دې لپاره د ده په ځائ دې غېر جانب دار او مستعد افسر تعينات كړے شي۔ د دې نه وړاندې د الېكشن كمېشن په امر د خېبر پښتونخوا لنډمهاله وزيراعلیٰ ټولې لنډمهاله كابينې څخه استعفٰی اخستې وه او بله كابينه ئې جوړه كړې وه









