كوئټه 30 اګست(اے پی پی)د بلوچستان كاؤنټر ټېريرزم ډيپارټمنټ د بلوچستان په مهاجر كېمپ سرخاب پشين سيمه كښې انټېلي جنس بېسډ عمليات په مهال د ډزو په تبادله كښې د كالعدم تنظيم ټي ټي پي 4 زيات مطلوب ترهه ګر وژلي۔ د سي ټي ډي وياند له مخې په وژل شويو كښې د كالعدم ټي ټي پي شارپ شوټر شكر دين عرف عمر خالد هم شامل دے۔ د ترهه ګرو …
د كاؤنټر ټېرېرزم ډيپارټمنټ د بلوچستان په پشين سيمه كښې كاروائي٬ څلور ترهه ګر ووژل شول

مزید خبریں
كوئټه 30 اګست(اے پی پی)د بلوچستان كاؤنټر ټېريرزم ډيپارټمنټ د بلوچستان په مهاجر كېمپ سرخاب پشين سيمه كښې انټېلي جنس بېسډ عمليات په مهال د ډزو په تبادله كښې د كالعدم تنظيم ټي ټي پي 4 زيات مطلوب ترهه ګر وژلي۔ د سي ټي ډي وياند له مخې په وژل شويو كښې د كالعدم ټي ټي پي شارپ شوټر شكر دين عرف عمر خالد هم شامل دے۔ د ترهه ګرو پټ ځايونو څخه لويې مقدار وسله او چاودېدونكي توكي برآمد كړې شوي دي۔ وژلې شوي ترهه ګر په پوليس او امنيتي ځواكونو بريدونو سره سره د ترهه ګرۍ په بېلو سنګين وارداتو كښې هم ككړ وو۔ د كوئټې په سي ټي ډي تاڼه كښې مقدمه درج كولو سره پلټنې پیل كړې شوي دي









