د لکي مروت په پېښه كښې شهيد پوليس اهلكار خاورو ته وسپارلې شول

پېښور 29 اګست (اے پي پي) په لکي مروت ضلع كښې د پوليس په موبائل وېن د بريد په نتيجه كښې د شهيد شوې اهلكارو د جنازې لمونځ په پولېس لائن كښې ادا كړې شو چې پكښې د لكي مروت ډي پي او طارق حبيب، کرنل وقار او ډپټي کمشنر عبدالهادي سره سره نورو اهلكارو هم ګډون كړې٬ په دې موقع په شهيدانو د ګلونو څادر خپرولو سره د دوي …

پېښور 29 اګست (اے پي پي) په لکي مروت ضلع كښې د پوليس په موبائل وېن د بريد په نتيجه كښې د شهيد شوې اهلكارو د جنازې لمونځ په پولېس لائن كښې ادا كړې شو چې پكښې د لكي مروت ډي پي او طارق حبيب، کرنل وقار او ډپټي کمشنر عبدالهادي سره سره نورو اهلكارو هم ګډون كړې٬ په دې موقع په شهيدانو د ګلونو څادر خپرولو سره د دوي لوړو درجو لپاره دعا هم وكړې شوه۔ د دې نه پس دوي بشپړه سركاري اعزاز سره خپلو آبائي اديرو كښې خاورو ته وسپارلې شول۔ د يادونې وړ ده چې تېره شپه د پېزو تهاڼې په پوليس وېن د ګزمې په مهال نامعلوم كسانو بريد كړې چې په نتيجه كښې ئې دوه اهلكار بشير خان او سېف علي خان شهيدان شوي او درې نور اهلكار ژوبل شوي وو۔

مزید خبریں