پېښور ۔ 27 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي چې د مسيحي چرچونو تر انتظام لاندې د زده كړو ادارې د زده كړو څانګې پرمختګ لپاره په زړه پورې كردار ترسره كوي ٬ د خېبر پښتونخوا په شمول په ګرد هېواد كښې دې تعليمي ادارو څخه نه يوازې دانشور پېدا كېږي بلكېه د هېواد د لوستې شرح كښې زياتوالي لپاره د قدر وړ …
د مسيحي چرچونو تر انتظام لاندې د زده كړو ادارې د زده كړو څانګې پرمختګ لپاره په زړه پورې كردار ترسره كوي ٬ د خيبر پښتونخوا ګورنر

مزید خبریں
پېښور ۔ 27 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي چې د مسيحي چرچونو تر انتظام لاندې د زده كړو ادارې د زده كړو څانګې پرمختګ لپاره په زړه پورې كردار ترسره كوي ٬ د خېبر پښتونخوا په شمول په ګرد هېواد كښې دې تعليمي ادارو څخه نه يوازې دانشور پېدا كېږي بلكېه د هېواد د لوستې شرح كښې زياتوالي لپاره د قدر وړ خذمات هم ترسره كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د سېونتھ ډے اېډېونټسټ چرچ پادری روف مسیح په مشرۍ كښی پلاوي سره په ګورنر هاؤس كښې د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې موقعه پلاوي ګورنر د اېډونټسټ چرچ تر انتظام لاندې سكولونو ته د څښلو پاكو اوبو په شمول د نورو آسانيو رسولو په اړه خبر كړو۔ ګورنر ته ووئيلې شوو چې په سكول كښې د ټیوب ویل جوړولو له د اوقاف لخوا ټېنډر دې نه وړاندې جاري كړې شوې دې خو د فنډز د نشتوالي د لاسه په كار پېش رفت نه كېږي چې له كبله يۍ زده كوؤنكي د صفا اوبو په لړ كښې ستونزو سره مخ دي۔ ګورنر د پلاوي مسئلې واورېدلې او ددې د حل كول باور يۍ وركړو۔ ده مسيحي پلاوي سره د جړانواله په پېښه د افسوس څرګندونه هم وكړه۔ ده ووئيل په دغه پېښه د وزيراعظم په شمول ټول مكاتب فكر سره تعلق لرونكو شخصياتو مسيحي ورورولۍ سره د يو والي څرګندونه وكړه۔ ده پلاوي ته ووئيل چې ټولو تعليمي ادارو ته به آسانۍ رسولې شي ولې چې كوچنيان د قام سباؤن دي او دوي لپاره د زده كړو ادارو ته آسانۍ رسول خپل فرض ګڼم۔ پلاوي د مسئلو په حل كولو كښې په خوښۍ لرلو د ګورنر مننه وكړه۔









