کوئټه۔ 27 اګست (اے پی پی) د بلوچستان د اطلاعاتو نګران صوبائي وزير جان اچكزۍ د بی اېن پی مشر سردار اختر جان مېنګل ته باور وركړے دے چې د بلوچستان نګران حكومت به په راروانو ټول ټاكنو كو اغېز نه لري۔ د اطلاعاتو صوبائي وزير دا باور سردار اختر منېګل ته د هغه د يو نجي چېنل سره د شوې مركې په ځواب كښې وركړے دے په كومه كښې …
د بلوجستان نګران حكومت به په راروانو ټول ټاكنو كوم اغېز نه لري ٬ د بلوچستان د اطلاعاتو صوبائي وزير

مزید خبریں
کوئټه۔ 27 اګست (اے پی پی) د بلوچستان د اطلاعاتو نګران صوبائي وزير جان اچكزۍ د بی اېن پی مشر سردار اختر جان مېنګل ته باور وركړے دے چې د بلوچستان نګران حكومت به په راروانو ټول ټاكنو كو اغېز نه لري۔ د اطلاعاتو صوبائي وزير دا باور سردار اختر منېګل ته د هغه د يو نجي چېنل سره د شوې مركې په ځواب كښې وركړے دے په كومه كښې چې هغه دا ادعا كړې وه چې په بلوچستان كښې د نګران حكومت غړي ځينې سياسي ګوندونو سره تړون لري۔ د اتوار په ورځ د ډائرېکټورېټ آف پبلک ریلېشنز بلوچستان لخوا په جاري شوي بيان كښی صوبائي وزير سردار اختر جان مینګل ته باور وركړو چې د نګران كابينې غړي كومه سياسي ايجنډا نه لري او هغوي به د الېكشن كمېشن آف پاكستان د مقرر كړې شويو قوانينو خلاف ورزۍ كښې ككړ نه پاتې كېږي۔ ده ووئيل نګران حكومت په بلوچستان كښې د آزادو ٬ بې پرې او سپېځلو ټاكنو كولو عزم لري۔ ده ووئيل په دې اړه مونږ تعميري وړاندېزونه قبلولو له چمتو يؤ۔ مونږ به په هر هغه وړاندې غور كوؤ كوم چې د بلوچستان د اولس په ګټه وي۔









