نګران حكومت به خپلې آئيني ذمه وارۍ ترسره كوي٬ په ريډيو پاكستان او اے پي پي بريد د بخښلو وړ جرم نه دے٬ وفاقي وزير سيد جمال شاه

پېښور ۔ 26 اګست (اے پی پی) د قومي ورثې او كلتور نګران وفاقي وزير سيد جمال شاه وئيلي دي چې نګران حكومت به خپلې آئيني ذمه وارۍ ترسره كوي او د آزادو او سپېځلو ټول ټاكنو په كولو كښې به د الېكشن كمېشن بشپړه مرسته كوي۔ د خالي په ورځ د رېډيو پاكستان پېښور دورې په مهال ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير سيد جمال شاه ووئيل د نګران …

پېښور ۔ 26 اګست (اے پی پی) د قومي ورثې او كلتور نګران وفاقي وزير سيد جمال شاه وئيلي دي چې نګران حكومت به خپلې آئيني ذمه وارۍ ترسره كوي او د آزادو او سپېځلو ټول ټاكنو په كولو كښې به د الېكشن كمېشن بشپړه مرسته كوي۔ د خالي په ورځ د رېډيو پاكستان پېښور دورې په مهال ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير سيد جمال شاه ووئيل د نګران حكومت مېنډېټ د پاكستان په ټولو صوبو كښې د سپېځلو او آزادو ټاكنو باوري كولو كښې د الېكشن كمېشن مرسته كول دي۔ ده هيله ښكاره كړه چې الېكشن كمېشن به ډېر زر د ټولو ټاكنو نېټه اعلان كړي۔ وفاقی وزیر ووئيل چې د مئي په 10 مه نېټه په رېډيو پاكستان او اے پي پي (پېښور) بريد د بخښلو وړ جرم نه دے٬ د بريد كوؤنكو په ضد بايد سخته كارروائي وكړې شي۔ وفاقی وزیر د بريد څخه وروستو د رېډيو پاكستان ټرانسمېشن په تندۍ سره بحالولو د پي بي سي د ملازمينو ستائنه وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د اطلاعاتو وفاقي وزير ته به د رېډيو پاكستان ودانۍ زر تر زره بحالولو خواست وكړؤ۔ ده په دې لړ كښې د خپل وزارت لخوا د بشپړه مرستې باور وركړو۔ ده ووئيل زما رېډيو پاكستان سره نزدې ترون پاتے شوے دے او ما د پي بي سي كوئټه اسټېشن په پروګرامونو كښې خپل خذمات وړاندې كړې دي۔ ده ووئيل داسې سياستوال هم شته چې 30 كاله يۍ زندان كښې تېر كړي دي بياهم د هغه كاركنانو په قومي ادارو بريد نه دې كړې۔ ده ووئيل په 9 مئي فساد كوؤنكو د پي بي سي د میوزک او ډرامو ټرانسکرپټس او د نور ريكارډ نايابه آرکائیوز ته اور ولګولو او د خپرونو قومي ادارې ته يۍ زيات زيان ورسولو۔ ده ووئيل پاكستان متنوع كلتور ٬ ژبې او يو بشپړ تاريخ لرونكې هېواد دے۔ ده وګړو او په خاص توګه ځوان كول ته معلومات وركولو له د دې په تنوع او ورثه ده د درې څخه تر 5 ورځني نړيوال كنفرنس كولو وړاندېز وركړو۔ جمال شاه ووئيل زمونږ شاعران ٬ فنكار او اديب د خپل علم اولس ته په رسولو باور لري او د ټولنې په اصلاح كښې د دوئي كردار زيات مهم دے۔ ده ووئيل د پښتو ستر شاعر رحمان بابا او خوشحال خان خټك په يو والي او په خپلو صلاحيتونو باور او هېواد سره مينې لپاره خپل قلم وكارولو۔ دې څخه وړاندې وفاقي وزير د رېډيو پاكستان پېښور ودانۍ بېلو برخو دوره وكړه چرته چې ده ته د مئي 9مې او 10 مې نېټې پېښو ٬ زيان او د بحالۍ منصوبو په اړه بريفنګ وركړے شو۔