زما ارمان دے چې حكومت زمونږ كلي ته په نزدې ناله پل جوړ كړي ٬ د بټګرام چيئرلفټ پېښه كښې د بچ شوي زده كوؤنكي ميډيا سره خبرې

پېښور ۔ 25 اګست (اے پی پی) د بټګر چيئرلفټ پېښې په وخت په لفټ كښې موجود 16 كلن ځوان عطاﺀ الله شاه وئيلي دي چې په ژوندي كېدو د پاك پروردګار شكر كوم٬ بيا به كله په لفټ كښې سفر كول نه غواړم۔ زما ارمان دے چې حكومت زما كلي ته نزدې په بهېدونكې ناله پل جوړ كړي دغسې چې پورې غاړه كلي ته سكول لپاره تلل راته آسان …

پېښور ۔ 25 اګست (اے پی پی) د بټګر چيئرلفټ پېښې په وخت په لفټ كښې موجود 16 كلن ځوان عطاﺀ الله شاه وئيلي دي چې په ژوندي كېدو د پاك پروردګار شكر كوم٬ بيا به كله په لفټ كښې سفر كول نه غواړم۔ زما ارمان دے چې حكومت زما كلي ته نزدې په بهېدونكې ناله پل جوړ كړي دغسې چې پورې غاړه كلي ته سكول لپاره تلل راته آسان شي۔ د لسم جماعت زده كوؤنكي ووئيل چې مونږ زيات پرېشانۍ سره مخ وو۔ كېبل كار زيات ټيټ شوے وو ٬ په ځانګو كښې مونږ لپاره ځايې ناكافي وو۔ څلور كسان ناست او څلور ولاړ وو او كوم چې ولاړ وو هغوي لپاره هم ځايې كافي نه وو۔ ده ووئيل د رېسكيو كوؤنكو د لارې پاك پروردګار مونږ ته د ژوند نعمت يو وارې بيا راكړو۔ ميډيا سره خبرو كښې عطاﺀ الله ووئيل ما ته دغه وخت داسې ښكارېده لكه نن به زما ژوند ختم شي او دا په زمكه زما وروستۍ ورځ ده۔

مزید خبریں
په تیرو مياشتو كښې پاکستان په نړيواله كچه مهمي كاميابۍ ترلاسه كړي چې ورسره د هېواد وقار لا زيات شوې۔سينيټر کامل علي آغا اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) سينيټر کامل علي آغا وئيلي دي په تیرو مياشتو كښې پاکستان په نړيواله كچه مهمي كاميابۍ ترلاسه كړي چې ورسره د هېواد وقار لا زيات شوې۔د شورو په ورځ په سېنېټ كښې په وفاقي بجټ 2026-27 بحث كښې ده د ايران او امريکې ترمينځه خبرو اترو كښې پيش رفت او امن لوظنامې لپاره د پاکستان کردار لويه سفارتي کاميابي ګرځولو سره د وزيراعظم محمد شهباز شريف، فيلډ مارشل سيد عاصم منير، نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار او داخله وزير محسن نقوي هلي ځلي وستائيلي۔ده ووئيل حکومت او رياستي ادارو په كډه هڅو د پاکستان نړيوال تشخص نور هم زيات کړو او د هېواد په اړه د يواځې والي تاثر ختم شوے۔ده د دفاعي بجټ زياتولو هركلې كولو سره ووئيل د هېواد د سلامتيا تقاضو ترمخه دا يو مهم اقدام دے دغسې پرمختيائي پروژو لپاره هم مناسب وسائل وركولو ته اړتيا ده چې د روزګار موقعې راپيدا شي او معاشي هلي ځلي وده ومومي۔