فېصل آباد 24 اګست (اے پي پي) د استحکام پاکستان پارټۍ چيئرمېن جهانګير ترين د زيارت په ورځ د ګوند نورو مشرانو سره د جړانواله دوره كړې او په كليسا كښې ئې ځپلو سره ملاقات كړې او په دې موقع ئې ځپليو لپاره د يو كروړ مالي مرستې اعلان كړې دغسې چې د ځپليو مرهم پاشي وشي۔ په دې موقع د پبلك پراسيكيوشن پخوانې صوبائي وزير چوهدري ظهيرالدين خان او …
فېصل آباد، د استحکام پاکستان پارټۍ چيئرمېن جهانګيرترين د جړانواله دوره٬ ځپليو لپاره د يو كروړ روپو اعلان
فېصل آباد 24 اګست (اے پي پي) د استحکام پاکستان پارټۍ چيئرمېن جهانګير ترين د زيارت په ورځ د ګوند نورو مشرانو سره د جړانواله دوره كړې او په كليسا كښې ئې ځپلو سره ملاقات كړې او په دې موقع ئې ځپليو لپاره د يو كروړ مالي مرستې اعلان كړې دغسې چې د ځپليو مرهم پاشي وشي۔ په دې موقع د پبلك پراسيكيوشن پخوانې صوبائي وزير چوهدري ظهيرالدين خان او نعمان لنګړيال هم دوي سره وو۔ په دې موقع د پېښې په سيمه كښې د ړنګ شوې كليسو او خونو جاج اخستو سره جهانګير ترين ووئيل چې مسيحي ورورولۍ سره په غم كښې برابر شريك يو او دوي سره د يوالي څرګندونه كوٶ









