په پاكستان كښې اقليتي ورورولۍ تل د هېواد په پرمختګ او سوكالۍ كښې مهم كردار ترسره كړے دے ٬ بشپ خالد رحمت

کوئټه۔ 24 اګست (اے پی پی) په پاكستان كښې اقليتي ورورولۍ تل د هېواد په پرمختګ او سوكالۍ كښې مهم كردار ترسره كړے دے ٬ د جړانواله پېښه د غندنې وړ ده٬ په پېښه كښې ككړو كسانو ته دې سمه سزا وركړې شي دغسې چې سباؤن كښې د دې ډول ناوړه پېښو مخنيوې وكړې شي۔ دا خبره بشپ خالد رحمت د زيارت په ورځ په كوئټه كښې د مسيحي ورورولۍ خلقو په موجودګۍ كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ بشپ خالد رحمت ووئيل د جړانواله پېښې دلاسه د مسيحي ورورولۍ جذبات مجروح شوي دي او د نړۍ په وړاندے د هېواد وقار هم زيانمن شوے دے۔ ده ووئيل قرآن كريم او اسلام د امن او ورورولۍ درس وركوي۔ ده ووئيل دا مهال ګران هېواد يو شمېر ستونزو سره مخ دے دا ډول پېښې د هېواد شان او وقار لپاره مناسب نه دي