بټګرام 22 اګست(اے پی پی)د بټګرام الائي تحصيل په پاشتو سيمه كښې د چيئرلفټ (ځانګو) رسۍ شلېدو له امله يو شمېر ماشومان او دوه استاذان ګير شوي۔ د بټګرام ډسټركټ ايمرجنسي افسر انجينئر شارق رياض وئېلي دي چې په اطلاع ترلاسه كېدو د رېسكيو 1122 ډيزاسټر ډله بټګرام څخه د پېښې ځايې ته روانه شوې ۔ بياهم دغه ځايې نزدې د 5 ساعتونو په مسافت لرې دې۔ رېسكيو 1122 ډله …
پاشتو چيئر لفټ٬رېسكيو 1122 ډيزاسټر ډله بټګرام څخه د پېښې ځايې پلو روانه شوه
بټګرام 22 اګست(اے پی پی)د بټګرام الائي تحصيل په پاشتو سيمه كښې د چيئرلفټ (ځانګو) رسۍ شلېدو له امله يو شمېر ماشومان او دوه استاذان ګير شوي۔ د بټګرام ډسټركټ ايمرجنسي افسر انجينئر شارق رياض وئېلي دي چې په اطلاع ترلاسه كېدو د رېسكيو 1122 ډيزاسټر ډله بټګرام څخه د پېښې ځايې ته روانه شوې ۔ بياهم دغه ځايې نزدې د 5 ساعتونو په مسافت لرې دې۔ رېسكيو 1122 ډله به د پېښې ځايې ته رسېدو سره سمدستي د مرستې كارروايۍ پېل كړي۔ د هزاره كمشنر او ډپټي كمشنر د هڅو په نتيجه كښې چورلكه رېسكيو عملياتو له الائي ته روانه كړې شوې ده كومه به چې ډېر زر ورسي۔









