د خېبر پښتونخوا نګران صوبائی کابیني 9 غړو د صوبائی وزيرانو په حیثیت سره سوګند پورته كړو

پېښور 19 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا نګران صوبائی کابیني 9 غړو د صوبائی وزيرانو په حیثیت سره د خپلو چوكو سوګند پورته كړې دې۔د خالي په ورځ د سوګند پورته كولو دستوره پېښور ګورنرهاؤس كښې شوي چې پكښې د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجی غلام علی د نګران صوبائی وزيرانو څخه سوګند واخست۔ نګران وزیر اعلی محمد اعظم خان هم په دستوره كښې ګډون كولو۔د نګران صوبائی وزیر …

پېښور 19 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا نګران صوبائی کابیني 9 غړو د صوبائی وزيرانو په حیثیت سره د خپلو چوكو سوګند پورته كړې دې۔د خالي په ورځ د سوګند پورته كولو دستوره پېښور ګورنرهاؤس كښې شوي چې پكښې د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجی غلام علی د نګران صوبائی وزيرانو څخه سوګند واخست۔ نګران وزیر اعلی محمد اعظم خان هم په دستوره كښې ګډون كولو۔د نګران صوبائی وزیر په حثیت سوګند پورته كونكو كښې سید مسعود شاه، جسټس(ر) ارشاد قیصر، بیرسټرفیروزجمال شاه، احمد رسول بنګش،آصف رفیق، ډاکټر نجیب الله، ډاکټر محمد قاسم جان، جسټس (ر) ارشد حسین شاه او سید عامر عبدالله شامل دي۔د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجی غلام علی نګران صوبائی وزيرانو له مبارکي وركولو سره هغوي لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔دستوره كښې انسپکټر جنرل پولیس اختر حیات خان ګنډا پور او انتظامی محکمو مشرانو پشمول سیاسی او سماجی شخصیات ګډون وكړو۔

مزید خبریں