کوئټه۔ 18 اګست (اے پی پی) د بلوچستان اسمبلۍ صوبائي سپيكر میر جان محمد خان جمالی د اېم كيو اېم پاكستان لارښود كنور نويد جميل په مړينه د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې د کنور نوید جمیل د مرګ په خبر راته زيات خفګان رسېدلے دے۔ د غمرازۍ خپل بيان كښې ده ووئيل د ارواښاد كنور نويد جميل سياسي او سماجي خذمات به په زرينو ټكو كښې تر …
د بلوچستان صوبائي اسمبلۍ سپيكر د كنور نويد جميل په مړينه خواشيني اوښودله
کوئټه۔ 18 اګست (اے پی پی) د بلوچستان اسمبلۍ صوبائي سپيكر میر جان محمد خان جمالی د اېم كيو اېم پاكستان لارښود كنور نويد جميل په مړينه د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې د کنور نوید جمیل د مرګ په خبر راته زيات خفګان رسېدلے دے۔ د غمرازۍ خپل بيان كښې ده ووئيل د ارواښاد كنور نويد جميل سياسي او سماجي خذمات به په زرينو ټكو كښې تر ډېرې مودې ياد ساتلې شي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔












