وګړو ته معلومه شوې چې يوازې مسلم ليګ (ن) د هيواد د مسئلو حل كولو توان لري انجينئر امير مقام

پېښور 16 جولائي (اے پي پي) سياسي او اولسي چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار او د پاکستان مسلم ليګ (ن) د خېبر پښتونخوا انجينئر امير مقام وئيلي دي چې د پاکستان ټول باشعوره اولس په دې خبره پوهه شوې چې مسلم ليګ (ن) د ملک د ستونزو د هواري توان لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په پېښور كښې شموليتي غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ په شموليتي غونډه كښې د …

پېښور 16 جولائي (اے پي پي) سياسي او اولسي چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار او د پاکستان مسلم ليګ (ن) د خېبر پښتونخوا انجينئر امير مقام وئيلي دي چې د پاکستان ټول باشعوره اولس په دې خبره پوهه شوې چې مسلم ليګ (ن) د ملک د ستونزو د هواري توان لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په پېښور كښې شموليتي غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ په شموليتي غونډه كښې د اے اېن پي (پېښور) مركزي لارښود حاجي شېر رحمان مهمند د زرګونو په شمېر خپلو ملګرو سره په مسلم ليګ (ن) کښې شامل شو۔ شموليتي غونډې ته خطاب كښې انجيئنر امير مقام ووئيل اوس په ټوله صوبه كښې دا فضا جوړه شوې ده چې سباؤن به يوازې د مسلم ليګ نون وي۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف شپه او ورځ خواري كولو سره د پاك پروردګار په حكم هېواد ډيفالټ كېدو څخه بچ كړو۔ ده ووئيل د عمران اصلي څېره خلقو ليدلې ځكه په راروانو ټولو ټاكنو كښې به يۍ هېڅ حېثيت پاتې نه شي۔ انجینئر امیر مقام په غونډه كښې د ټولو ګډون كوؤنكو مننه كولو سره په مسلم ليګ نون كښې شاملېدونكو ته مباركي وركړه۔

مزید خبریں