په رحيم يار خان كښې فلپائني انجونې اسلام قبول كړو٬ د سويډن پيښې غندنه

رحیم یارخان ۔ 15 جولائی (اے پی پی) په سويډن كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ پېښې په ضد د احتجاج په توګه فلپائن سره تعلق لرونكې انجونې مېري كر په جامعه اسلامیه دارالعلوم ګلشن اسلام كښې د جے يو آئي ضلعي عمومي سېكتر قاري ظفر اقبال شريف په لاس كلمه طيبه وئيلو سره اسلام قبول كړو۔ كلمه طيبه وئيلو څخه وروستو فلپائنی انجونې مېري كر ووئيل اسلام فطرت …

رحیم یارخان ۔ 15 جولائی (اے پی پی) په سويډن كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ پېښې په ضد د احتجاج په توګه فلپائن سره تعلق لرونكې انجونې مېري كر په جامعه اسلامیه دارالعلوم ګلشن اسلام كښې د جے يو آئي ضلعي عمومي سېكتر قاري ظفر اقبال شريف په لاس كلمه طيبه وئيلو سره اسلام قبول كړو۔ كلمه طيبه وئيلو څخه وروستو فلپائنی انجونې مېري كر ووئيل اسلام فطرت سره سمون لرونكے دين دے٬ زه د اسلام صداقت څخه زياته متاثره شوې يم۔ دې زياته كړه چې په سويډن كښې د رايې آزادۍ تر نامې لاندې د قرآن د بې حرمتۍ پېښې كومه چې د نړۍ تر ټولو لويه ترهګري ده بشپړه غندنه كوم او د اسلام قبلولو اعلان كوم۔ د جے یو آئی ضلعي عمومي سېكتر قاري ظفر اقبال شريف دې انجونې ته د اسلام په اړه بنيادي خبرې ښودلو سره ووئيل قرآن مجيد يوازينې محفوظ پاتې شوې د پاك پروردګار كلام دے۔ د قرآن مجيد بې حرمتۍ سره د ګردې نړۍ د مسلمانانو زړه آزار شوے دے۔ په دې موقعه د اسلام سرلوړۍ او د هېواد سلامتيا له دعا وكړې شوه او په سويډن كښې د قرآن مجيد د بې حرمتۍ پېښې په ضد قرارداد هم منظور كړے شو۔

مزید خبریں