کوئټه۔ 27 جون (اے پی پی) د تنظيم اسلامي لنډ مهال امير اعجاز لطیف وئيلي دي چې د عرفې په ورځ دې حاجيان صاحبان د اسلامي نړۍ د عظمت او سر لوړۍ بحالۍ دعا وكړي۔ ده ووئيل حج كوؤنكي د عرفې ورځې په مباركو ګھړو كښې د پاك پروردګار كبريائي بيانوي او د خپلو ګناهونو بخښنه غواړي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے د ټولو حج كوؤنكو حاضري په …
د عرفې ورځ د ګردې نړۍ مسلمانانو لپاره ډېره د بركت ورځ ده ٬د تنظيم اسلامي لنډ مهاله امير

مزید خبریں
کوئټه۔ 27 جون (اے پی پی) د تنظيم اسلامي لنډ مهال امير اعجاز لطیف وئيلي دي چې د عرفې په ورځ دې حاجيان صاحبان د اسلامي نړۍ د عظمت او سر لوړۍ بحالۍ دعا وكړي۔ ده ووئيل حج كوؤنكي د عرفې ورځې په مباركو ګھړو كښې د پاك پروردګار كبريائي بيانوي او د خپلو ګناهونو بخښنه غواړي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے د ټولو حج كوؤنكو حاضري په خپل دربار عالي كښې قبوله كړي او دوئي ته دې د عرفې ورځې بلها بركتونه او د دنيا او آخرت خېرونه وركړي۔ ده ووئيل د عرفې ورځې اصل پېغام دا دې چې مسلمانان په صحيح ډول د يو امت صورت اختيار كړي او د رب په زمكه د رب نظام نافذ كړي دغسې چې د هغه رضا ترلاسه كړی شي او دې سره زمونږ دنيا او آخرت دواړه ښكلې كړې شي۔









