همبنټوټا۔5جون(اے پی پی) د سري لنكا او افغانستان كركټ لوبډلو ترمينځه په درې مېچونو د مشتمل ون ډے سيريز درېم او پرېكنده يو ورځنې مېچ د جون په 7 مه نېټه همبنټوټا كښې كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د درې مېچونو سيريز 1-1 سره برابر دے۔ د افغانستان لوبډلې په اولني مېچ كښې آئی لېنډرز ته 6 وكټونو سره ماتې وركړه۔ په ځواب كښې سري لنكن لوبډلې افغان لوبډلې ته …
د سري لنكا او افغانستان ترمينځه درېم او پرېكنده مېچ د جون په 7 مه نېټه كېږي
همبنټوټا۔5جون(اے پی پی) د سري لنكا او افغانستان كركټ لوبډلو ترمينځه په درې مېچونو د مشتمل ون ډے سيريز درېم او پرېكنده يو ورځنې مېچ د جون په 7 مه نېټه همبنټوټا كښې كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د درې مېچونو سيريز 1-1 سره برابر دے۔ د افغانستان لوبډلې په اولني مېچ كښې آئی لېنډرز ته 6 وكټونو سره ماتې وركړه۔ په ځواب كښې سري لنكن لوبډلې افغان لوبډلې ته 132 رنز سره ماتې وركولو سره سيريز 1-1 سره برابر كړو۔ د سيريز درېم مېچ كښې د سختې مقابلې رامخې ته كېدو امكان ښودلے شوے دے كوم به چې په 7 جون همبنټوټا كښې كېږي۔ آئی لېنډرز به د داسن شانا كا او افغان لوبډله به د حشمت الله شهيدي په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔











