د هېواد ائين د لنډ مهاله وزیراعظم ګنجائش نه لري۔ سردار اياز صادق

اسلام آباد 02 جون(اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق وئيلي دې د هېواد ائين د لنډ مهاله وزیراعظم ګنجائش نه لري۔د چوهدري نثار، اسحاق ډار یا زما پشمول څوك د وزيراعظم جوړېدو خواهش نه لري او نه د وزیراعظم نواز شریف د متبادل په كوم تجويز غور روان دے۔ د زيارت په ورځ د پنجاب اسملۍ په پرېس ګېلرۍ كښې پلاوي سره خبرو كښې ده ووئيل په …

اسلام آباد 02 جون(اے پي پي)د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق وئيلي دې د هېواد ائين د لنډ مهاله وزیراعظم ګنجائش نه لري۔د چوهدري نثار، اسحاق ډار یا زما پشمول څوك د وزيراعظم جوړېدو خواهش نه لري او نه د وزیراعظم نواز شریف د متبادل په كوم تجويز غور روان دے۔ د زيارت په ورځ د پنجاب اسملۍ په پرېس ګېلرۍ كښې پلاوي سره خبرو كښې ده ووئيل په آئين كښې د دوهم وزيراعظم جوړولو ګنجائش نشته ٬ په تېر وخت كښې پروېز الهي د اېګزېكټو آرډر له مخې دوهم وزيراعظم جوړ كړې شوے و۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د ډورن بريدونو به هيچا له اجازه ورنه كړو كه مونږ په امريكا ډرون وكړو نو څه ردعمل به ئې وي٬ بايد خپلې مسئلې د پارلمان سره سره په سفارتي كچه پورته كړو ۔

مزید خبریں