اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) سېنېټ 22م بدلون بل په يوه خله منظور كړې٬ د بل په حق كښې 71 غړو او په مخالفت كښې ئې يو ووټ هم نه دې كاسټ شوې۔دې څخه وړاندې د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د قانون او انصاف وفاقي وزير زاهد حامد تحري وړاندې كړو چې د اسلامي جمهوريه پاكستان په دستور كښې دې د لا بدلون كولو …
سېنېټ د 22م بدلون بل په يوه خله منظور كړو

مزید خبریں
اسلام آباد 02 جون (اے پي پي) سېنېټ 22م بدلون بل په يوه خله منظور كړې٬ د بل په حق كښې 71 غړو او په مخالفت كښې ئې يو ووټ هم نه دې كاسټ شوې۔دې څخه وړاندې د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د قانون او انصاف وفاقي وزير زاهد حامد تحري وړاندې كړو چې د اسلامي جمهوريه پاكستان په دستور كښې دې د لا بدلون كولو بل آئين 22م بدلون بل 2016 د قامي اسمبلۍ څخه په منظور شوي صورت كښې تر غور لاندې راوستلې شي۔د سېنېټ غړو په 22م آئيني بدلون بل اعتراضات كولو سره ووئيل چې مونږ د دې په لفظونو اندېښنې لرو۔ په سېنېټ كښې دمخالفې ډلې مشر اعتزاز احسن ووئيل چې مونږ د دې بدلون په ژبه اعتراض لرو چرته چې بي پي اېس 22 ذكر راغلې بايد دا نو راغلې د دې نه علاوه په بل كښې د عمر زيات حد 28 كاله ټاكلې شوې كوم چې زمونږ په نزد ډير زيات دې خو مونږ دا اندازه هم لرو چې د لسم جون نه وړاندې د دې منظوري ضروري ده خو مونږ غواړو چې حكومت باور راكړي چې داسې خراب ډرافټنګ به نه شي كولې۔ سناتور اعظم سواتي ووئيل چې د دې بل د لارې حكومت ته آسانۍ وركولې كېږي








