هري پور كښې د موټرسائيكل په ټكر كېدو دوه كسه ژوبل شول

هري پور 27مارچ (اے پی پی)په هري پور كښې د موټرسائيكل ټكر كېدو پیښې په مهال دوه كسه ژوبل شوي۔د رېسكيو 1122 هري پور له مخې د سرائے صالح تهاڼې په حدود علي خان سره نزدې په جي ټي روډ د موټرسائيكل د ټكر په نتيجه كښې په موټرسائيكل ناست 40 كلن شاكر او 44 كلن عامر ژوبل شوي ۔د ژوبل شوو تعلق د هري پور پنيا كلي څخه دے۔ د رېسكيو 1122 هري پور مېډيكل ډلې په اطلاع ترلاسه كېدو ژوبل شوي د ابتدائي طبي مرستې نه پس ټراما سنټر ته منتقل كړې دي ۔