بره كوهستان٬ډپټي كمشنر عرفان محسود د وړيا اوړو وركولو پوائنټس څارنه وكړه

اپر كوهستان 27مارچ (اے پی پی)د بره كوهستان ډپټي كمشنر عرفان الله محسود د روژې مباركې په مهال د وړيا اوړو وركولو پوائنټس كوميله بازار سمدستي دوره وكړه او اولس ته د وركوونكو آسانيو ئې جاج واغست۔په دې موقع ډپټي كمشنر خلقو له بخپله اوړه هم وركړل او عملې ته يې هدايت وكړو چې اولس لپاره آسانۍ لا ښې كړئ۔په دې موقع اسسټنټ كمشنران هم موجود وو۔