د هيواد پرمختګ ٬ سوكالۍ او يو والي له د اقليتي ورورولۍ كردار د ستائنې وړ دے٬ ګورنر حاجي غلام علي

پېښور۔27مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي چې اسلام د اقليتونو د حقونو په تحفظ زور راوړي٬ په پاكستان كښې اقليتي ورورولۍ ته بشپړه مذهبي آزاي او يو ډول حقونه ترلاسه دي او د پاكستان آئين هم د اقليتونو تحفظ باوري كړې دے۔ د امن ٬ استحكام او د هېواد په پرمختګ او سوكالۍ كښی د اقليتي ورورولۍ كردار د ستائنې وړ دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده په ګورنر هاؤس پېښور كښې د انګلیکین ارتھوډکس چرچ آف پاکستان په پادریانو د مشتمل 10 كسيزه پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په پلاوي كښې بشپ ارنسټ جېكب ٬ پادری رزاق کھوکھر، پادری شهزاد، پادری آصف پرویز، پادری شبیل ناصر، سمسن جیکب، شوکت پرویز، جسټن جیکب، آګسټن جیکب او رزاق هزارہ شامل وو۔ پلاوي ګورنر مسيحي ورورلۍ ته د پېښو مسئلو په اړه خبر كړو۔ پلاوي ګورنر ته وړاندې وركړو چې د مسیحی ورورولۍ د واده رجسټرېشن لپاره دې پادری صاحبان یا چرچ د نادرا په رجسټرېشن نظام كښې شامل كړے شي دغسې چې واده كړې مسيحي كورنۍ بهر هېوادونو ته سفر كولو كښې ستونزو څخه بچ كړې شي۔ دوئي په خېبر ضلع كښې د مسيحي ورورولۍ لپاره د بېل كړي شوي قبرستان د چارديوارۍ هم خواست وكړو۔ په دې ګورنر په سمدستي توګه ریجنل منیجر نادرا او د ضلع خېبر ډپټی کمشنر سره رابطه كولو سره مسيحي ورورلۍ ته د پېښو مسئلو حل كول باوري كولو هدايت وكړو۔ ګورنر ووئيل پاكستان كښې ژوند كونكي اقليتي هېواد سره مينه لرونكي دي٬ د پاكستان په تعمير او پرمختګ كښې دوي مهم كردار لري۔ ده ووئيل اقليتونو ته پېښې مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي۔