سیالکوټ، د پاكستان او جده ترمنځ ایئر سیال پروازونه به په 29 مارچ پيل شي

سیالکوټ۔27مارچ(اے پی پی) د سیالکوټ چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری ملکیتی پاکستانی ایئرلائنز ایئر سیال د پاکستان او جدہ ترمينځه پروازونه به د روانې مارچ مياشتې 29 مې نېټې شورؤ ورځې څخه پېل شي۔ څو ورځې وړاندې ايئر سيال په دې اړه اعلان كړے وو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې ايئر سيال د بېلو نجي بېنكونو په كارډز ټكټ اخستونكو لپاره ډسكاؤنټ هم اعلان كړے دے۔ د ایئر سیال لخوا په يو ټويټ كښې وئيلې شوي دي چې په ایئرلائنز كښې سفر كوؤنكو ته به د الائیډ بېنک، حبیب میټرو بینک، حبیب بینک لیمټډ، مسلم کمرشل بینک او د بینک آف پنجاب په کارډز 10 فیصد ډسکاؤنټ وركولے شي۔ د پاکستان سیالکوټ ښار څخه پېل كړې شوې ایئرسیال د هېواد درېم نجي ایئرلائن دے كوم چې د كال 2020 په دسمبر كښې پېل كړے شوے وو۔