د وفاقي محتسب په امر مشر وګړي ته د ميرج ګرانټ 50 زره روپۍ ادا كړې شوې

کوئټه۔27مارچ (اے پی پی) د وفاقي محتسب په امر مشر وګړي ته د مېرج ګرانټ 50 زره روپۍ ادا كړې شوې۔ په وفاقی محتسب ریجنل آفس (کوئټه) كښې امیر محمد خواست جمع كړے وو چې هغه سټاف كالج څخه ريټائر شوے او د هغه د لور د واده ګرانټ رقم د بنوولنټ فنډ انتظامیې په ذمه دے ٬ د زياتو هڅو باوجود انتظاميې د هغه كار مخ وړاندې بوتللو څخه انكار وكړو۔ دغې څخه وروستو هغه وفاقی محتسب ریجنل آفس کوئټه كښې درخواست جمع كړو۔ د درخواست ترلاسه كېدو سره سمدستي عملې انكوائري پېل كړه۔ د انکوائرۍ په مهال دا خبره رامخې ته شوه چې په حقيقي توګه د خواست كوؤنكي امير محمد د لور د مېرج ګرانټ 50 زره روپۍ د محكمې په ذمه واجب الادا دي۔ وفاقي محتسب درخواست كوؤنكي ته د هغه د حق وركولو احكامات جاري كړل۔ په دې بنوولنټ فنډ انتظامیې د 50 زره روپو چېك خواست كوؤنكي ته ولېږلو۔ خواست كوؤنكي د وفاقي محتسب دفتر انتظاميې مننه كولو سره ووئيل دا يوازينۍ اداره ده چرته چې د كوم فيس او وكيل نه غېر د بې وزليو وګړو كار كېږي۔