دسعودي په ډنمارك كښې د قرآن مجيد نسخې بې حرمتۍ او د ترك بيرغ سوزلو پيښې غندنه

ریاض۔27مارچ (اے پی پی) سعودي عربستان په ډنمارك كښې د اسلاموفوبك انتها خوښو لخوا د قرآن مجيد نسخې بې حرمتۍ او د ترك بېرغ سوزلو پېښې سخته غندنه كړې ده۔ د سعودي ابلاغ ذريعو له مخې مملكت د انتها خوښو د كارروائيو غندنه كولو سره وئيلي دي چې دې اقداماتو د مسلمانانو په ضد كركه سوا كړې ده۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د مسلمان مخالف تنظیم پیټریاټرن ګار لائیو پلاويانو اسلامو فوبك پېغامونه لرونكې بېنرې پورته كړې وې۔ دوئي په كوپن هېګن كښې د تركيه سفارت مخې ته د قرآن مجيد نسخې بې حرمتي وكړه او ترك ملي بېرغ يۍ وسوزولو۔