په وزټ ويزا راتلونكي حج نه شي ادا كولې ٬ د سعودي عربستان د حج وزارت

مکه مکرمه ۔27مارچ (اے پی پی) سعودي چارواكو وئيلي دي چې په وزټ وېزه راتلونكي حج نه شي ادا كولې۔ د سعودي خبري اژانس د حج وزارت حوالې سره وئيلي دي چې بهر هېوادونو څخه سعودي عربستان ته په حج وېزا راتلونكي يوازې د حج فريضه ترسره كولې شي او د دوئي نه ځانله چې نور كوم په مملكت كښې مېشته دي هغوي له به حج ادا كولو له حج پرمټ ترلاسه كول وي۔ د حج وزارت د قانون له مخې حج پرمټ هغه مهال جاري كولے شي كله چې بهر هېوادونو څخه راتلونكي په باقاعده توګه د حج په وېزا مملكت ته راغلې وي۔ په مملكت كښې پاتې كېدونكي بهرني وګړي دې د حج وزارت لخوا منظور شوي د حج خدمات وړاندې كوؤنكو كمپنيو څخه حج پېكج ترلاسه كړي۔ دې نه علاوه چې څومره هم حج كوؤنكي دي هغه به غېر قانوني او د قانون ماتوؤنكي ګرځولې شي۔